افغانستان

ننګرهار کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې n00074786 b


ننګرهار کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د افغانستان دفاع وزارت وایی، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په تازه هوایی بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تاریخ انتشار : پنجشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۵

کد مطلب: ۷۴۷۸۶

 

 

د افغانستان دفاع وزارت وایی، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په تازه هوایی بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې تر سره شوی دی.
د ملی دفاع وزارت له لوری خپره شوې خبرپاڼه وایی، افغان هوایی ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په شیخان سیمه کې داعش وسله وال په نښه کړی.
سرچینه زیاتوی، چې په دغه هوایی بریدونو کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوی او ۳۱ نور ټپیان شوی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی افغان هوایی ځواکونو تېر ماښام ناوخته د هسکې مینې ولسوالۍ د صندق، شیخا او دیوانه بابا په سیمه کې د داعش پر وسله والې ډلې بمبار کړی.
نوموړی ویلی، چې په دغه بریدونو کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوی ۱۴ تنه ټپیان او دغه راز د هغوی څلور موټر، درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللې دی.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم افغان هوایی ځواکونو د ننګرهار په اچین او چپرهار ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو بمبار کړی و، چې لږ تر لږه ۱۰۰ وسله وال په کې وژل شوی او یو شمېر نور یې ټپیان وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار



Share/Save/Bookmark  ننګرهار کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې share save

 

 

 


منبع: خبرگزاری جمهور

Related posts

دستیار نخست وزیر: پاکستان در روند صلح افغانستان صادق است

رودکسو

وحیدی والی سابق هرات در پاکستان اختطاف شد

رودکسو

  دستگیری جوانی‌ که می‌خواست نامزد ریاست جمهوری امریکا را بکشد

رودکسو

پیام بگذارید